په جوزجان کې د یوې چاودنې مخنیوی شوی دی

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دې ولایت کې یې د یوې زورورې چاودنې مخنیوی کړی دی.

د جوزجان د آقچې ولسوال رحمت الله حشر آزادي راډیو ته وویل چې نن سهار له چاودیدونکو موادو ډک یو موټر په دې ولسوالۍ کې له یوه تن سره نیول شوی دی.

د ښاغلي حشر په خبره که چیرته په دې موټر کې بار موادو ته چاودنه ورکړل شوې وای نو لسګونه افغانانو ته به یې مرګ ژوبله اړوله.

د موټر د انتقال په تور دوه نور کسان تښتیدلي چې د پولیسو په خبره د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.