د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري به په سویس کې نن پاتې شي څو د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادو ترمنځ خبرې دوام وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف تیره ورځ وویل چې د بهرنیوچارو وزیرجان کري به لږترلږه د پنجشنبې په ورځ هم د ایران د اټمي لانجې په اړه خبرو ته انتظار شي.
د سپینې ماڼۍ د رسنیو د برخې مسوول جاش ارنسټ په واشنګټن کې خبریالانو ته تیره ورځ د دې خبرو په اړه وویل:
″لا هم یوڅه اختلافات د یوې موافقې د رسیدو لپاره شته، د همدې لپاره خبرې روانې دي.
ترهغو به خبرې دوام وکړي چې ګټورې وي، موږبه هڅه وکړو چې یوې دیپلوماتیکې موافقې ته ورسیږو.″
د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف له خپل لوري د بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې او امریکا چارواکي وهڅول چې له وخته استفاده وکړي. جواد ظریف زیاته کړه چې ښایي بیا داسې فرصت میسر نه شي.
جواد ظریف دا خبرې تیره ماښام د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر سره تر لس دقیقو خبرو وروسته وکړې.
د سپینې ماڼۍ د رسنیو د برخې مشرجاش ارنسټ بیا وایي چې تراوسه لا له نړېوالې ټولنې سره ایران بشپړې ژمنې نه دې کړي:
″خبرې ګټورې دي، خو تردې دمه مو هغه څرګندې ژمنې چې نړېواله ټولنه یې هڅه کوي، نه دې ترلاسه کړې.″
نن اتمه ده چې د سویس په لوزان کې د ایران د اټمي هڅو په اړه خبرې روانې دي.
تیره ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر خبریالانو ته د دې امکانات رد نه کړل چې ممکن دا خبرې ناکامه شي.
د اسراییل صدراعظم تیره ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې یو ځل بیا خپله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې له ایران سره یوه موافقه باید د اسراییل د خوندي توب له ضمانت سره ملګرې وي.