په تخار کې د باران د اورښت له امله د یوې خوني د چت را لویدلو په پيښه کې دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د تخار د سرپرست والي ویاند سنت الله تیمور نن ازادۍ راډیوته وویل چې پیښه نن د تخارپه مرکز تالقان د خطایانو په سیمه کې شوې ده.
د یوه بل خبرله مخې په سرپل ولایت کې هم د تیزو اورښتونو له امله شاوخوا څلویښت کورونه ویجاړ شوي دي.