ولسمشرغني د کرکټ د نړېوال جام د ګټلوله امله استرالیا ته مبارکې وویله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشرغني نن سهار پرټیلیفون د استرالیا صدراعظم سره خبرې وکړې او د دې هېواد خلکو ته یي د کرکټ جام ګټلو مبارکي وویله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشرغني د استرالیا د صدرعظم توني ابات څخه مننه وکړه چې هېواد یې د افغانستان د کرکټ لوبډلې تود هرکلی کړی وو.
د جمهوري ریاست اعلامیه وایي، د استرالیا صدراعظم په ۲۰۱۵ م کال کې د کرکټ نړېوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې افغان لوبډله په دغه سیالیو کې ښه وځلیده.