پاکستان د یمن په اړه له یوې سترې معما سره مخامخ دی

پاکستان له یوې سترې معما یا ستونزې سره مخامخ دی او هغه دا چې اسلام اباد غواړي د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج او عربي هېوادونو په ایتلاف کې د یمن د شیعه حوثي ځواکونو پرضد عملیاتو کې برخه واخلې، خو د هېواد په دننه کي له مخالفتونو سره هم مخامخ دی.

سعودي عربستان له پاکستان سره زیاته مالې مرسته کوي او پاکستان یي په بدل کې پوځي همکاري کوي. پاکستان چې دا مهال په اسلامې نړۍ کې یوازینی اټمي طاقت دی، سعودي عربستان ته پوځي او تخنیکي مرستې ورکوي او ریاض یي په مقابل کې پاکستان ته له څو لسیزو راهیسي ارزانه تیل او سترې مالي مرستې ورکوي.

په دي سربیره، د پاکستان صدراعظم نوازشریف د سعودي عربستان له شاهي کورنۍ سره ډیرنږدې شخصي اړیکې لري او په دې توګه داسې ښکاري چې پاکستان ممکن د یمن د شیعه حوثي ځواکونو پرضد عربي ایتلاف کې شامل شي. خو اسلام اباد له خپل دریځه یوڅه په شا شوی او دا ځکه که یوې خوا ته د خپل پخواني دوست او متحد عربستان خیال ساتي، بل لورته یي شیعه ایران ګاونډی دی چې په یمن کې د حوثي ځواکونو پرضد حملو سخت مخالفت کوي.

اسلام اباد وایي، د سعودي عربستان له ځمکني تمامیت نه به دفاع وکړي، خو ټینګارکوي چې تراوسه یي سیمې ته عسکر او پوځي وسایل نه دي استولي او دغه راز وایي، پاکستان به په هیڅ هغې شخړې کې ځان ښکیل نه کړي چې مسلمانان په فرقه یي لیکو ویشي.

د سعودي عربستان په مشرۍ جوړشوی ایتلاف هڅه کوي چې د یمن د لیرې کړای شوي جمهوررئیس عبد ربه منصور هادي پر وړاندې د حوثیانو پاڅون ختم کړي او دې مسالې د سني عربې ایتلاف او شیعه ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی.

فرقه یي شخړې په دې وروستیوکلونوکې په پاکستان کې زیاتې شوي او په ډیرو مواردو کې شیعه ګان په کې په نښه کیږي.د پاکستان د نفوسو په سلوکې شل شیعه ګان دي.

څیړونکی او لیکوال عمرجاوید وایي، اسلام اباد د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې د پوځي تعهد په اړه باید له احتیاطه کار واخلي او دا ځکه که چېرې دا کاروکړي په پاکستان کې وحشتناکې او خطرناکې سني ډلې به نورې هم جدي شي.

د جاوید په باور، که څه هم چې د یمن شخړه په ښکاره ډول فرقه یي شخړه نه ده، خو د پاکستان په داخل کې ډلې چې د ایران او د پاکستان د شیعه ګانو پرضد دي، دا به یوه فرقه یي یعنې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ شخړه وبولي.

د پاکستان لپاره بله ستونزه دا ده چې پوځ یي په شمالي وزیرستان او قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو او ترهګرو پرضد په جګړو بوخت دی او دغه رازله هند سره په پوله هم قوي پوځي حضور لري، دا به ورته ګرانه وي چې خپل ځواکونه یمن ته هم واستوي.

سعودي عربستان پاکستان ته له څو لسیزو راهیسي مالې مرستې کوي، په ټیټه بیه تیل او پورونه ورکوي او یوازې تیر کال یي دې هېواد ته یو نیم میلیارد ډالره مرسته ورکړې وه.