صبحرنګ: په تېرو ٦ مياشتو کې د ښځو وضعيت نه دى بدل شوى

صبحرنګ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي د ملي وحدت د حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو د رواني امنیت او مصوونیت په اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی .

ددغه کمیسیون د ښځو او ماشومانو د برخې مسوولې ثریا صبحرنګ د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې حکومت باید د ښحو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي .

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې د ملي وحدت د حکومت له پیل څخه تر دې دمه د ښځو د ژوندانه په وضعیت کې چندانې بدلون راغلى نه دی، بلکې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی .

په دې اړه د حمیده هارون عثمان راپور واوری .

Your browser doesn’t support HTML5

حميدې هارون عثمان راپور