د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته روانه ده.
د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي ازادۍ راډيو ته وویل چې د دولت وسله والو مخالفینو نن شاوخوا درې بجې د درنور ولسوالۍ اړوند له یوې لیرې ساحه څخه پر ولسوالۍ توغنديز برید ترسره کړي و چې وروسته امنيتي ځواکونه ساحه ته ورسیدلي او جګړه روانه ده.
عبدالزی وايي، په دې پيښه کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نشته، خو په خبره يې د پيښې جزیات به وروسته خپاره شي.
د دولت وسله والو مخالفينو د دې پيښې په اړه تراوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.