د روسیې څارنوالانو مدافع اندرې بابوشکین د پوښتنو لپاره ورغوښتی دی

د روسیې څارنوالانو د بشري یو حقونو مدافع اندرې بابوشکین د پوښتنو لپاره ورغوښتی دی.

بابوشکین ویلي وو چې په مسکوکې د اپوزیسیون د یوه وژل شوي مشربوریس نیمڅوف په قتل کې یو مشکوک تورن شکنجه شوی دی.

اندري بابوشکین ویلي چې فدرالي څیړونکو نن د بوریس نیمڅوف په قتل کې د عیني شاهد په توګه پوښتنې ورڅخه کړې او په مساله کې له نورو مشکوکو کسانو سره له خبرو او لیدو منع شوی دی.