کندهار ولايتي شورا: د بشري حقونو د څارسازمان دې طالبان هم په سرغړونو تورن کړي

د کندهار ولایتي شورا د بشري حقونو د څار سازمان هغه راپور وغانده چې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق نوم يې د هغو کسانو په لېست کې راوستلى چې له بشري حقونو په سرغړونو تورن دي.

د ولایتي شورا غړو وویل هغه کسان چې خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت کوي د دې پر ځاى چې ستاينه يې وشي، په بېلابېلو ناسمو کړنو تورن کېږي.

دوى غوښتنه وکړه، چې وسلوال طالبان دې د هغو کسانو په ليست کې شامل کړي، چې وژنې کوي.

محمدصادق رښتینی له کندهاره راپور لري .

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد صادق رښتيني راپور