د اروپایې ټولنې د بهرنیوچارو وزیران نن د اوکرایین د کړکیچ په اړه خبرې کوي

د اروپایې ټولنې د بهرنیوچارو وزیران نن جمعه د لاتویا په پلازمینه ریګا کې راټول شوي او د اوکرایین د کړکیچ په اړه خبرې کوي.

د لاتویا چارواکي چې د اروپایې ټولنې د شورا دوره یي مشري کوي، وایې، په دې دوو ورځنیو غیر رسمي خبرو کې به د اروپایي ټولنې او مسکو ترمنځ پر ستونزو تمرکز وشي.

د اوکرایین په ختیځ کې د روسي ځواکونو او درنو وسلوځای پرځای کول او د منسک د اوربند تړون تطبیق هغه مسایل دي چې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې یې خرابي کړي دي.

د دې غونډې په درشل کې د اروپایې ټولنې د بهرنۍ پالیسی مشر فیدریک موغیریني وویل چې دا وزیران به د اوکرایین په ختیځ کې د بیلتونو غوښتونکو د ملاتړ له کبله پر روسیې د نورو بندیزونو په لګولو غور وکړي.

دغه راز د نوموړي مرستیال وویل چې د ۲۸ هېوادونو دغه وزیران به په اوکرایین کې له نړېوالو سوله ساتو ځواکونو څخه د احتمالي کارونې په اړه هم بحث وکړي.