د ګرجستان پخواني ولسمشرمیخایل ساکاشویلي چې اوس د اوکراین د ولسمشرپیترو پروشینکو سلاکار دی، پرامریکا غږ وکړ چې اوکراین ته وسلې ورکړي.
ساکاشویلي په واشنګټن کې د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د خبرو پرمهال تیره ورځ وویل چې اوکراین داسې وسلو ته اړتیا لري لکه د ټانک ضد، څو د روسیې د پرمختګ مخه ونیسي.
د ګورجستان پخواني ولسمشرڅرګنده کړه چې امریکا باید له اروپایانو سره په دې اړه کار وکړي او ښایي جرمني موافقه وکړي چې اوکراین ته وسلې وسپارل شي.
ساکاشویلي وویل، روسیه ممکن د اوکراین په جنوب او ختیځ کې نورې سیمې ونیسي او په کېیف کې حکومت بې ثباته کړي.
کله چې په ۲۰۰۸ کال کې روسیې او ګورجستان جګړه وکړه، ساکاشویلي ولسمشر و.