د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې د ذولفقارپه نامه پوځي عملیاتو کې پرمختګ شوې دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان مرستیال عبدالحمید حمیدي وایي، د هلمند ولایت له زیاتو برخو څخه وسله وال وتلې او زیات شمېر یي د تیښتې په حال کې دي:
«دا ترټولو سخته جګړه ده، په دی جګړه کې دښمن تلفات ورکوي، دا چې دوي دفاع کوي او هلته او دلته عملیات کوي، هغه دښمن دی چې د تیښتې په حال کې دی، دوي بله لار نه لري».
حمیدي وایي، د ملي پوځ د عسکرو ترڅنګ په سلګونو سیمه ییزو پولیسو هم په دې عملیاتو کې ګډون کړی دی.
حمیدي زیاته کړه، ملکېانو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي په مقصد تهاجمې حملې نه کوي.