د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي پوځ هوایي حمله کې ۲۱ تنه وسله وال مخالفان مړه او ټپیان شوي دي.
د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو ته په تازلقي سیمه کې د افغان ځواکونو هوایي حمله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امام صاحب ولسوال نه دي ویلي چې د وسله والو څه شمېر کسان مړه او څه شمېر یي ټپیان شوي دي.
قریشي وایی، په عملیاتو کې تر اوسه پرمختګ نه دی شوی، د وسله والو مخالفاتو او افغان ځواکونو ترمنځ ځای ځای جګړې روانې دي.