په کابل کې د فوټبال د پیل شوي ټورنمنټ په لړ کې د محسن شهید ټیم د کابل(ب) ګروپ نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړه.
د کابل د فوټبال فدارسیون مرستیال بصیر قیومي ازادۍ راډیوته وویل چې د محسین شهید او شاه کلپ ټيمونو جهش او شعاع ټیمونو ته په ماتې ورکولو سره د (ب) ګروپ نیمه پایلوبې ته ووتل.
نوموړي زیاته کړه چې د یادو سیالیو اخیري لوبه سبا چارشنبې تر سره کیږي.
قیومي وویل چې یادې لوبډلې به ترسبانیو لوبو وروسته د کابل د فوټبال د الف ګروپ غړیتوب ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه چې د دې لوبو هدف د غوره لوبغاړو غوره کول دي.