د نورې نړۍ په څېر د فبرورۍ ٢١مه په پېښور کې هم د مورنيو ژبو د نړېوالې ورځ په توګه ونمانځل شوه چې په ترڅ کې يې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې سيمينارونه او غونډې وشوې.
په همدې مناسبت د پېښور په "ارکايفز هال" کې د پوهې فاونډېشن په نامه يوې مدني ټولنې او د خيبر پښتونخوا د يو شمېر نورو مدني ټولنو غړيو د شنبې په ورځ د پښتونخوا تعليمي کنفرانس Pukhtoonkhwa Educational Conference په نامه يو ورځنى کنفرانس جوړ کړ چې د مورنۍ ژبې د اهميت په اړه يې پکې بحث وکړ.
په دغه کنفرانس کې پر پېښور سربېره د خيبر پښتونخوا له بېلابېلو سيمو څخه لسګونه کسانو؛ د پېښور پوهنتون او همداراز د دې ايالت د نورو پوهنتونونو ګڼ شمېر محصلينو ګډون کړى و.
د غونډې ګډونوالو په ليک لوست او زده کړو کې د مورنۍ ژبې پر اهميت خبرې وکړې او له حکومته يې وغوښتل چې مورنيو ژبې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پوهې فاونډېشن مشر اياز مندوخېل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه غونډې د اهميت او هدف په اړه وويل:
" په لر او بر کې پښتنو ته د تعليم په شعبه کې کومې ستونزې دي او څه تجويزونه چې عالمانو او متعلقه خلکو سره وي؛ په هغو باندې خبرې کوي او د پښتو د ترقۍ لپاره څه کول په کار دي؛ په دې خبره کول او د پښتنو ماشومانو خاصکر پاکستاني پښتنو ماشومانو ته په پردۍ ژبه د تعليم ښودلو په دوى کوم بد اثرات پرېباسي او هغو دپاره څه تجويزونه په کار دي؟
څه کار په کې شوى دى، که څه هم په اول لېول کتابونه جوړ شوي دي؛ خو د پاکستاني پښتنو دپاره په خپله مورنۍ ژبه د تعليم بندوبست نشته؛ يعنې پښتو د تعليم ذريعه نه ده؛ د يو مضمون په ذريعه په کې شامله ده. دا د ټولو ماشومانو عالمي، بنيادي او انساني حق دى چې په خپله ژبه تعليم وکړي."
د عوامي نېشنل ګوند جګپوړى چارواکى ميا افتخار حسين بيا په دې خبره ټينګار کوي چې پښتنو ته دې په خپله مورنۍ ژبه د تعليم زمينه مساعده شي. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:
" په دې وخت کې د ټولو نه ښۀ او مالداره ژبۀ پښتو ده او د هر علم حاصلولو توان په کې شته؛ په کار دى چې موږ دا کوشش وکړو چې دلته زموږ په خاوره دې ټول علم په پښتو کې وي؛ لکه زموږ په افغانستان کې د دې لپاره ډېر کار شوى دى او په پښټو کې تعليم شته. لکه پښتو ثابته ده چې په دې کې هر علم حاصلېداى شي.
بل موږ پښتنو ته دا درس ورکړو، چې په خپله ژبه څوک شرمېږي نه، او په پردۍ ژبه څوک ښه کېږي نه. زموږ په کورونو کې هم خلک د خوند لپاره پردۍ ژبې وايي. مېندو او خوېندو ته پکار دي، چې په کورونو، حجره او جومات کې خپله ژبه لازم په کار ده."
د غونډې يو ګډونوال عابد منير بيا وايي چې د نړۍ ډېرى ولسونه پخپله مورنۍ ژبه کې د زده کړې حق لري؛ نو پښتانه ولې له دې حقه بې برخې دي:
" پوهې دپاره ضروري دا ده چې انسان په ژبه کې علم حاصل کړي؛ کومه چې هغه د لاشعور ژبه ده. انسان ته ده چې په هغه ژبه کې علم ميلاو شي، نو هغه يې د کردار حصه جوړېږي. که موږ په پردۍ ژبه کې علم حاصلوو؛ لکه د توتي په شان خبرې به کوو؛ خو هغه به زموږ د کردار حصه نه جوړېږي.
په دنيا کې داسې يو پرمختللى قوم نشته، چې په پردۍ ژبه کې تعليم کوي، موږ ولې په پردۍ ژبه کې تعليم وکړو.؟"
د پېښور پوهنتون افغان محصله يلدا شينوارې بيا دا ډول غونډې د ځوانانو د شعور راويښولو لپاره اړينې بولي او وايي:
" دا د ټولو پښتنو لپاره ډېره زياته ګټه لري. لکه څنګه چې خبرې د ټولو پښتو دهي؛ خو بېرته په ليکلو او په لوستلو کې مشکلات شته دي؛ هغې خوا پښتنو ته دومره نشته دى، خو دې خوا پښتنو ته ډېر مشکلات دي. د ټولو صرف همدا خبرې دي، خو ليک لوست ورته ډېر مشکل دى. مانه په خپله جينکۍ غوښتنې کوي، چې موږ ته پښتو ليک لوست شروع کړه؛ که د دوى دا مشکل حل شي، نو دا ډېره غټه خبره ده."
د يادونې وړ ده چې يونسيکو ١٩٩٩م کال د فبرورۍ٢١مه نېټۀ د مورنيو ژبو د نړېوالې ورځې په توګه د نمانځلو اعلان وکړ چې له هغه وخت راهيسې دغه ورځ په نړيواله کچه د مورني ژبو د ورځې په توګه نمانځل کيږي چې مقصد يې د مورنۍ ژبې ارزښت په ډاګه کول دي.
راپور: ذبيح شفق