په لاهور کې د پوليسو مرکزته څېرمه انتحاري حملې ٥ تنه ووژل

د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهورکې د پوليسو مرکز يا پوليس لاينزته نژدې ځانمرګى بريد شوى، چې په نتيجه کې يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لاهورد امنيتي چارواکيو په وينا، د سې شنبې په ورځ د دې ښار په ايمپرس روډ کې ګجرکلا پوليس لاينزته څېرمه ځانمرګى بريد شوى، چې په نتيجه کې يې تردې دمه لږترلږه ٥ کسان وژل شوي او تر ١٨ زيات ټپيان دي.

دوى وايي، چې د پېښې ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، چې د لاهور ميو او ګنګارام رام دولتي روغتونونو ته يې لېږدولي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د لاهور ښار د پوليسو مشر کيپټن امين ونيس د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د لومړنيو راپورونو داسې برېښي، چې دا ځانمرګى بريد و:

"دا يو ځانمرګى بريد و او بريدګر غوښتل چې پوليس مرکز ته ننوځي، خو بريالى نه شو او د مرکز په دروازه کې يې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد والوځول.

موږله څه مودې راهيسې د پوليس لاېنز او نورو شاوخوا حساسو ودانيو امنيت کلک کړى، همدا لامل دى، چې بريدګرخپل هدف ته ونه رسېد."

امپريس روډ د لاهور ترټولو حساسه سيمه انګېرل کېږي، چې شاوخوا يې د امريکا قونسلګرۍ، د لاهور پريس کلب، ګورنر هاوس او همدا راز يو شمېر نورې دولتي او غېر دولتي ودانۍ پرتې دي.

د راپورونو له مخې، د بريد پرمهال د پوليسو په مرکز کې د لاهور ښار د جګپوړو امنيتي چارواکيو غونډه روانه وه، چې د پوليسو پرمشرانو سربېره په کې د نورو امنيتي ادارو چارواکيو هم ګډون درلود.

د پېښې يوه عيني شاهد د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"زه د خپل دفتر په دروازه کې ولاړ وم، چې يوه زوروره چاودنه وشوه.

ترچاودنې وروسته ما وليدل، چې پرسړک ډېرى مړي پراته وو او شاوخوا ودانيو او ولاړو موټرو اور اخيستى و."

په لاهورکې د پوليسو مرکزته څېرمه دا ځانمرګى بريد په داسې حال کې شوى، چې د پنجاب ايالت پوليسو د تېرکال د دسمبرپه ١٦مه نېټۀ په پېښورکې پر يوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته په دې ښار کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

دا په روانه اوونۍ کې په پاکستان کې د ترورېزم دويمه ستره پېښه ده.

تردې مخکې د تيرې جمعې په ورځ وسله والو پاکستاني طالبانو د پېښور په حيات اباد کې د شيعه ګانو پر يوې امام بارګاه بريد کړى و، چې په نتيجه کې يې ٢٢ کسان ووژل او تر ٥٠ زيات ټپيان کړل.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د پنجاب ايالت يو شمېر جګپوړو دولتي چارواکيو په لاهور کې ځانمرګى بريد غندلى او له اړوندو ادارو څخه يې د بېړنيو تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې ددې بريد مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح شفق