په بدخشان کې د واورې د ښویدو له امله شپږ تنه مړه او اوه نور ټپیان شوي دي.
د دې ولایت د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې ادارې مشر سید عبدالله همایون نن ازادۍ راډیو ته وویل چې دا پېښه تیره شپه د بدخشان د یمګان ولسوالۍ په قلفزار سیمه کې شوې ده.
ښاغلي همایون زیاته کړه چې مړه شوي کسان اوس هم تر واورو لاندې دي او نه دي توانیدلي چې له واورو يي راوباسي.
تیره ورځ د همدې ولسوالۍ په خاش سیمه کې د واورې ښویدو له امله د هستوګنې شل کورونه تر واورو لاندې شوي دي.
ده وویل چې، په دې پېښه کې چاته تلفات نه دي اوښتي خو د یادو کورنیو څاروي او نور کورني توکي تر واورو لاندې شوي دي.