د سره صلیب کیمټه: افغانستان کې د جګړو د شدت له امله د ملکیانو کړاو نه دی کم شوی

د نړېوال سره صلیب کیمټه وایي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د وسله والو جګړو د شدت له امله د ملکیانو کړاو نه دی کم شوی.

د نړېوال سره صلیب کمیټې د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، افغانان د یومخېزو سترو حملو او روغتیایي مرکزونو ته د نه لاس رسیو په ګډون، له بې شمېره ستونزو سره مخامخ دی.

دې کمیټې په افغانستان کې د بشري اړتیاو زیاتیدو ته په اشارې ویلي، داسې ښکاري چې په دې هېواد کې شخړې نه ختمیږي او دا بیره هم شته چې په روان کال کې ممکن شرایط نورهم خراب شي.

د نړېوال سره صلیب کیمټه وایي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په اکثرو مواردوکې ملکیان په جګړو کې بند پاته شوي او د امنیت د خرابۍ له امله روغتیایي خدمتونه په سلوکې اتلس کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، په ۲۰۱۴ م کال کې له طالب وسله والو سره جګړو کې لږ ترلږه ۳۱۸۸ تنه ملکي افغانان وژل شوي او دا د ملکي خلکو لپاره تر ټولو مرګونی کال و.