متحدوایالاتو او فرانسې ویلي دي چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د مبارزې لپاره د لبنان له حکومتي ځواکونو سره مرسته کوي.
په لبنان کې د امریکا سفیرډیویډ هېل David Hale په یوه بیان کې چې پرون خپورشو ویلي چې هېواد یې د لبنان له پوځ سره مرستې کوي څو د هغو افراطي ډلو او تروریستانو د ګواښ پرضد مبارزه وکړي چې د سوریې له قلمرو څخه دې سیمې ته متوجه دی.
د امریکا سفیر وايي چې د دې مرستو ارزښت شاوخوا پنځه ویشت میلیون ډالرو ته رسېږي او درانه توپونه هم په کې شامل دي.
په بیروت کې د امریکا سفیرد لبنان پوځ ته د امریکا له خوا د وسلو د ورکړې په مناسبت په بیروت کې په جوړه شوې غونډه کې وویل چې لبنان او امریکا د یوه دښمن پرضد د جګړې په حال کې دي.
په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیوچارو وزیرلوران فابیوس پرون په مونشن کې د امنیتي کنفرانس په حاشیه کې د لبنان له صدراعظم تمام سلام سره وکتل او ویې ویل چې هېواد به یې لبنان ته د وسلو استول په اپرېل میاشت کې پیل کړي.
سعودي عربستان هم د هغو وسلو د پیسو د ورکړې ژمنه کړې چې فرانسه به یې لبنان ته ورکړي.
په دې پوځي تجهیزاتو کې جنګي هیلیکوپټرې، زغره وال ګاډي، درانه توپونه او بې پیلوټه کشفي الوتکې شامل دي.