سټولټنبرګ: ناټوموافقه کړې چې په ختیځه اروپا کې۶پوځي مرکزونه جوړ کړي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو موافقه کړې چې په ختیځه اروپا کې سمدستي شپږپوځي مرکزونه جوړ او په اوکراین کې د روسیې د پراختیا غوښتنې د اقداماتو په ځواب کې د چټک غبرګون یو پنځه زره کسیزځواک رامنځته کړي.

ستولتنبرګ چې به بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانوله غونډې وروسته خبرې کولې زیاته کړه:

″موږ موافقه وکړه چې د ناټو دفاعي ځواک به پیاوړی کوو او موږ د دې ځواک د ظرفیت او ترکیب په اړه پرېکړه وکړه چې د چټک غبرګون یوه قطعه به وي.

موږهمدا راز پرېکړه وکړه چې د چټک غبرګون دا ځواک به یوه پنځه زره کسیزه ځمکنۍ لوا لري.

د دې قطعې ملاتړبه هوايي، سمندري او کومانډو ځواکونه کوي.″

ستولتنبرګ زیاته کړه چې فرانسه، جرمني، ایټالیا، اسپانیا، برتانیا او پولنډ به د دې ځواک په جوړولو کې مخکښه ونډه لري.

ده همدا راز یادونه وکړه چې دا ځواک د بحران د رامنځ ته کېدوپه صورت کې د دوو او اوو ورځو ترمینځ سفربرۍ ته چمتو کېدای شي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، د سوق او ادارې او قوماندې شپږ مرکزونه به هم په بلغاریا، استونیا، لاتویا، لیتوانیا، پولنډ او رومانیا کې رامینځ ته شي.

د چټک غبرګون د دې قطعې ټول شمېرد اوس لپاره دیارلس زره تنه په پام کې دی خو د ناټو د سرمنشي په وینا وروسته کېدای شي چې له دېرشو زرو هم واوړي.