له ولایتي شوراګانو نه د څارنې د حق اخیستو په غبرګون کې نن د هرات زرګونو اوسیدونکو مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکو ویل که یې غوښتنې ونه منل شي خپلو مظاهرو ته به ادامه ورکړي.
دوی زیاته کړه، که چېرې د ولایتي شوراګانو څخه دا حق واخیستل شي د ولایتي شوراګانو په نوم دفترونه به هیڅ مفهوم ونه لري.
مظاهره کوونکو د ولسمشرغني او اجرایوي رییس عبدالله څخه وغوښتل چې په دې برخه کې مداخله وکړي.