د جنايتکارانو يوه ډله چې غوښتل يې له افغانستانه نورو هېوادونو ته مخدره مواد قاچاق کړي، په تاجکستان کې ونيول شول.
په دې اړه د تاجکستان د مخدره موادو د کنترول ادارې پرون خبر ورکړی دی.
د دې ادارې په وينا، د جګړن د رتبې يو نظامي صاحب منصب له يو شمېرمخدره موادو سره ونيول شو.
په تاجکستان کې د مخدره موادو د کنترول اداره وايي، په دې اړه يې نورې پلټنې پيل کړي دي.
د تاجکستان د مخدره موادو د کنترول ادارې د وياند په وينا، دا صاحب منصب د يوې جنايتکارې ډلې غړی او قاچاق وړونکی ګڼل کيږي.