چارواکي وايي چې د کندز په امام صاب ولسوالۍ کې د یولړ تصفیوي عملیاتو پرمهال څه باندې شپیته وسله وال مخالفین وژل شوي او د پنځوسو په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.
د امام صاب ولسوال امان الدین قریشي آزادۍ راډیو ته نن وویل چې د عملیاتو پر مهال ۱۲ افغان سرتیري هم وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي قریشي زیاته کړه چې دا عملیات د تیرو درېیو ورځو را پدېخوا پیل شوي چې اوس هم ادامه لري.
هغه وویل چې تر اوسه یې د دې ولسوالۍ د تاشقزر په سیمه کې پنځه دیرش کلي د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاک کړي دي.
وسله والو طالبانو تر په دی اړه څه نه دي ویلي.