جګپوړو امریکایي چارواکو تیره ورځ د سنا استماعیه غونډې ته وویل، روسیه د ایران د اټمي لانجې په برخه کې رغنده هڅې کوي.
امریکایي چارواکي وایي، روسیه سره له دې چې په دې وروستیو کې یې له ایران سره په پوځي برخه کې تړون لاسلیک کړی او لویدیځ د اوکراین له امله پرمسکو بندیزونه لګولي دي، د ایران په اټمي خبرو کې رغنده رول لوبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر انتوني بلینکین مشرانو جرګې ته وویل، لږترلږه د اوس لپاره له ایران سره د خبرو پر مهال روسیه د یوه ښه ملګري په څیر راسره پاتې شوې ده.
بلینکین زیاته کړه چې روسیه ایران هڅوي چې په سمه لار روان شي، څو د دغه هېواد د اټمي پروګرام په برخه کې یوې موافقې ته ورسیږو.
د امریکا له ترروزم سره د مبارزې او د استخباراتو د اقتصادي برخې مرستیال ډیویډ کوهان وویل، د ایران پرمذاکرو هغو بندیزونو اغیز نه دی کړی چې پر روسیې لګول شوي دي.
د امریکا د بهرنیوچارو مرستیال وزیرهیله وښوده چې په مارچ کې به له ایران سره د اټمي لانجې په اړه یوې موافقې ته ورسیږو.