ډبلیواف پي د کاراو ټولنیزو چارو وزارت سره د مرستې تړون لاس لیک کړ

ډبلیواف پي یا د خوړو نړېوال سازمان نن د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د ۳۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مرستې تړون لاس لیک کړ.

د دې وزارت سرپرست واصل نورمهمند په دې اړه د جوړو شوو مراسمو پرمهال په کابل کې وویل، چې د یادو پیسو یوه اندازه به یي د هېواد په ۵۸ ولسوالیوکې د ځوانانو لپاره د مسلکي زده کړې په برخه کې مصرف شي.

ښاغلي مهمند همدارنګه زیاته کړه چې، ډبلیو اف پي په پام لري چې د دې پیسو یوه اندازه یې په هېواد کې بې وزلو کورنیو سره هم مرسته وکړي.

د نړېوال غذايي سازمان مشرپه کابل کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.