مزارشریف: په جوزجاني ماکیټ کې د اورلګېدو په پېښه کې 20 دوکانونه سوځیدلي

د بلخ چارواکي وايې چې په مزارشریف ښارکې په جوزجاني ماکیټ کې د اورلګېدو په پېښه کې 20 دوکانونه سوځیدلي دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري رسنیو ته وویل چې پیښه تیره شپه رامنځ ته شوې او تراوسه یې علت ندی روښانه شوی.

نوموړي وویل چې د دې اورلګیدنې له امله خلکو ته سلګونه زره افغانۍ زیان اوښتی دی.