د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پل چرخي په سیمه کې نن ماسپښین مهال یوه درنه چاودنه وشوه.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشرفرید افضلي ازادۍ راډیوته چاودنه تایید کړه، خو د چاودنې د څرنګوالي او هدف په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د روان میلادي کال له پيل راهیسې، چې نن یې پنځمه ورځ ده دا په کابل کې لومړنۍ چاودنه ده چې کیږي.
تر اوسه د حکومت کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه ویلي.