د کرمې ایجنسۍ د ښوونځیو په سوځولو کې د چا لاس و؟

له کومې ورځې چې د پیښور پر یوه ښوونځې د وسله والو په حمله کې د ۱۳۴ زده کوونکو په ګډون ۱۵۰ تنه وژل شوي؛ د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد عملیات سخت کړي او د ټروریزم اړوندو قضیو کې یې د اعدام حکم بېرته جاري کړی دی.

پاکستان تر اوسه شپږ تنه اعدام کړي او شاوخوا پنځه سوه نور هم اعدام ته برابر دي. وسله وال هم آرام ندي ناست او خپلو حملو ته یې زور ورکړی دی.

وسله والو د سه شنبې په سهار د پاکستان په شمال لویدیځ کرمه ایجنسۍ کې دوو ابتدایه ښوونځیو ته په داسې حال کې اور واچاوه چې چارواکو د وسله والو د حملو د ګواښونو له امله د ژمې رخصتۍ غځولي دي.

په کرمه کې وسله وال طالبان د شیعه ګانو پر ضد جګړو کې ښکیل دي او په دې سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې شخړې روانې دي.

د کرمي ایجنسۍ یوه جګ پوړي چارواکي "امجد علي خان" فرانسپرس آژانس ته وویل؛ حمله کوونکو د ښوونځیو میزونه، څوکۍ، کتابونه او لوزام راویستل، تیل یې ورباندې وپاشل او اور یې ورته کړ.

ده وویل، د ښوونځيو ټول اسناد له منځه وړل شوي او ودانیو ته زیان اوښتی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې عمل مسولیت نه دی منلی، خو خان وایي، دا د طالبانو کار دی.

دا چې ښوونځي د ژمي د رخصتیو لپاره تړل شوي؛ په حملو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په یوې بلې پیښه کې د لاهور ښار په یوه بازار کې د اورلګیدنې له امله لږ ترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

اور د دوشنبې په ورځ د لاهور ښار په یوه لرغونې او پخواني بازار کې چې د یوه فرهنګې مرکز په توګه پیژندل کیږي؛ ولګیده او په تصویرونو کې ښکاریدل چې د اوروژنې عمله د اوروژنې فعالیتونه کوي او د ژغورنې کارکوونکي ټپیان په امبولاسونو کې انتقالوي.

د لاهور ښار یوه چارواکي محمد عثمان د پیښې په ځای کې خبري رسنیو ته وویل؛ زیات شمېر کسان د اور سوځیدنې او لوګیو له امله مړه شوي او په دوی کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

ده وویل، په بازار کې د شا له خوا د تیښتې دروازه نه وه او ګمان کیږي چې اور د برښنا د شارټۍ له امله لګیدلی دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د لاهور د پیښې په اړه خپګان څرګند کړی او حکومت ته یې هدایت ورکړی چې د ژغورنې او مرستې چارې ګړندۍ کړي.

په عین حال کې د پاکستان یوې محکمې د ممبیی ښار د تررویستي حملې د یوه مشکوک چې ټاکل شوې وه خوشې شي؛ په بند کې د پاته کېدو حکم صادر کړ.

مشکوک "ذکي الرحمن لخوي" نن تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته احضار شو او قاضي حکم صادر کړ چې د پولیسو د تحقیقاتو په مقصد دې دوې نورې ورځې هم په بند کې پاته شي.

لخوي د هغو اووتنو وسله والو په ډله کې دی چې په ممبیی ښار کې یې ۱۶۶ کسان وژلي وو او د دغې حملې له امله د پاکستان او هند اړیکې نور هم خراب شول.

قاضي د ډسمبر په اتلسمه د کافي شواهدو د نه شتون په دلیل؛ په ضمانت سره د لخوي د خوشې کېدو حکم صادر کړی و. پولیسو نن وویل، دوی غواړي لخوي شپږ کاله مخکې د سړي تښتونې په جرم بندي کړي.