ولسمشر غني په هرات کې له دولتي او غیر دولتي چارواکو سره وکتل

ولسمشر محمد اشرف غني نن په هرات کې له امنیتي چارواکو، مدني فعالانو او د ولسوالیو له استازیو سره خبرې وکړې.

د جمهور رییس ویاند نظیف الله سالارزي رسنیو ته وویل چې ښاغلی غني به نن ماښام یوه خبري کنفرانس ته د نن ورځې د سفر په اړه وینا وکړي.

د ښاغلي سالارزي په خبره له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستان هم شامل دي چې هدف یې د هرات د امنیتي وضعیت او سیمه ییزې حکومتوالۍ څیړل دي.

ولسمشر وروسته له هغه هرات ته سفر وکړ چې د جمهوري ریاست یوه موظف پلاوي د هرات وضعیت وڅیړه او ویې ویل چې په هرات کې د ترور او سړي تښتوونې پیښې په بهر کې طرحه کیږي.