پاکستان، د پيښور پر یوه ښوونځي حمله کوونکی طالب قومندان وژلی

د پاکستان امنيتي ځواکونو د طالبانو يو قومندان ويشتلی دی. ويل کيږي دغه طالب د پاکستان په پېښور ښارکې پر ښوونځي په بريد کې لاس درلود. پر ښوونځي په دې برید کې ۱۵۰ کسه ووژل شول چې، د چارواکو په وينا، په دې هېواد کې ترټولو بد تروريستي برید وو.

د صدام په نامه يو سخت دريځی د پنجشنبې په ورځ د خيبرپه قبايلي سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا وويشتل شو. دا سيمه د پېښور سره پوله لري. تېره اوونۍ په پېښور کې پر يوه ښوونځي خونړی بريد وشو چې په پايله کې يې شا او خوا ۱۵۰ کسه ووژل شول.

د خيبرايجنسۍ پوليټيکل اېجنټ يا ځايي چارواکي، شهاب علي شاه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې امنیتي ځواکونو په جمرود کې د تحریک طالبان پاکستان طارق ګیدړ ګروپ یو مهم وسله وال قومندان صدام وژلې دی او د ده نورشپږملګري یي په ژوبل حالت کې نیولي دي.

ځايي چارواکي وایي چې دغه وسله وال قومندان په جمرود کې د ترهګرې په یولړپیښوکې ککړ وو.

ده زياته کړه، داسې باورکيږي چې صدام په پېښورکې پر ښوونځي په حمله کې هم لاس درلود.

ښاغلي شاه وويل چې چارواکي لا تراوسه د ټپي شوي تروريستانو څخه پلټنې کوي.

د ښاغلي شاه په وينا، صدام د پاکستاني طالبانو يو مهم قومندان وو او په ډېرو بمي چاودنو کې يې لاس درلود.

طالبانو او نورو وسله والو ډلو په خيبرايجنسۍ کې له ډېره وخته د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا کېدونکو عملياتو څخه پناه اخيستې ده.

د پاکستان امنيتي ځواکونو دا عملیات د روان کال د جون په مياشت کې په شمالي وزيريستان کې پيل کړل.

شمالي وزيرستان د القاعده او نورو وسله والو ډلو مرکز ګڼل کيږي.

د چارواکو په وينا، د ډسمبرپه شلمه، د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په یوه حمله کې لږترلږه ۵ وسله وال ووژل شول. د جمعې په ورځ د بې پېلوټه الوتکې په يوه بل بريد کې لږترلږ ۴ وسله وال ووژل شول.

له کلونو راهيسي واشنګټن پر اسلام آباد فشار اچاوه چې په شمالي وزيرستان کې د سوله والو خوندي ځايونه له منځه يوسي ځکه چې له همدې ځايه په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو حملې کيږي.

د پاکستان پوځ وايي چې تراوسه يې په قبايلي سيمه کې په بريدونو کې ۱۷۰۰ وسله وال وژلي او همداسې يې خپلو ۱۲۶ پوځيانو يې ژوند له لاسه ورکړی دی.