په ارګ کې یوې باوري سرچېني چې نه یي غوښتل نوم یې په ډاګه شي ازادۍ راډیو ته وویل چې د افغان ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ د کورنیو چارو وزارت لپاره د دوو وړاندیز شوو کاندید وزیرانو د معرفي کېدو پرسرد اختلافاتو له وجې د کابینې اعلان ځنډیدلی.
تردې مخکې ټاکل شوې وه چې د کابینې یوه برخه سبا چهارشنبې اعلان شي.
خو تردي مخکې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني او اجرايي رییس عبدالله عبدالله ته نږدې سرچېنې ویلي وو چې اتو وزارتونو ته د کاندید وزیرانو پر سر پریکړه شوې ده.
د اجرایي ریس د دفتر یوه غړي عبدالجبار شولګري ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کاندید وزیران به ډیرژرد باور رایې لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.