ننګرهار: په خوګياڼو یو انتحاري هدف ته له رسیدو وړاندې وژل شوی

د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ کې یو انتحاري هدف ته له رسیدو وړاندې وژل شوی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقيوال ازادۍ راديو ته وویل، چې نن سهار وختي شاوخوا اووه بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د شیرزاد په سیمه کې محلي پولیسو یو ځان وژونکی بریدګرهدف ته له رسیدو وړاندې په ډزو وژلی دی.

مشرقيوال وايي، دغه بریدګر غوښتل، چې موټرپه وسیله برید ترسره کړي، چې خپله وژل شوی او موټر، چې د چاودیدونکو توکو څخه ډک و امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلی.

وسله والو طالبانو د یادې پيښې په اړه رسنیو ته تراوسه څه نه دي ویلي.