په قزاقستان کې يوې محکمې يو امريکايي تبعه جريمه کړ

په قزاقستان کې يوې محکمې يو امريکايي تبعه په دې خاطر جريمه کړ چې د دغه هيواد د شمال د پافلودار ښار په يوه کافي کې يې په غيرقانوني ډول د سندرغاړي او سازږغوونکي په توګه کار کاوه.

د پافلودار ښار محکمې نن وويل چې دا امريکايي په اکتوبر مياشت کې قزاقستان ته په توريستي وېزه ورغلي و چې پر اساس يې د کار اجازه نه لري.

امريکايي، چې نوم يې نه دي اعلان شوي، ويلي چې د قزاقستان له دې قانونه نه و خبر چې پر اساس يې د کار اجازه نه لري.

هغه د ۴۱۹ امريکايي ډالرو معادل جريمه شوي دي.

له يوې تازه څېړنې سره سم اټکل کېږي چې د نړۍ پر سمندرونو نژدې ۲ لکه ۷۰ زره ټنه پلاستيک لامبوزن دي.

څېړونکو پرون د خپلې دې څېړنې نتيجه اعلان کړه.

په لاس انجلس کې د مېشت پنځه ګيريس انستيتيوت څېړونکو وويل چې د دوياټکل د هغو ۲۴ بېړيو د معلوماتو پر اساس دي چې په شپږو کلونو کې يې د ټولې نړۍ په سمندرونو کې سفر کړي دي.