ستانکزی: د یوې تلپاتې سولې د رواستو لپاره باید په سیاستونو کې بدلون راشي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې د رواستو لپاره باید په سیاستونو کې بدلون راشي.

د دې شورا د دارالنشا مشرمعصوم ستانکزي نن په سوله کې د ښځو د رول په اړه یوې غونډه کې وویل، چې د یوې دایمي سولې د راوستو لپاره باید افغان حکومت له خپلو ګاونډیو سره دوه اړخیزې پالیسۍ ولري:

″ترهغه وخته چې افغانستان د ګاونډیو سره د ثبات یوه دوه اړخیزه پالیسي ونه لري، افغانستان به یو دایمې سوله او امن ونه لري.″

دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم جمهوررییس اشرف غني له ګاونډیو سره د متوازون روابط ساتل د یوې دایمي سولې د راوستو لپاره مهم بللي وو.