ولسمشرفرانسوا اولانډ د یو ناڅاپي سفرپه ترڅ کې مسکوته تللی دی

د فرانسې ولسمشرفرانسوا اولانډ د یو ناڅاپي سفرپه ترڅ کې مسکوته تللی دی او هلته یې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره کتلي دي.

تراوسه پورې د روسیې او فرانسې د ولسمشرد خبرواترو جزییات نه دي څرګند. خو د فرانسې ولسمشر د مسکوپه هوايي ډګرکې له پوتین سره د لیدو پرمهال وویل چې باید د اوکراین د کړکیچ په اړه خبرې وکړي:

″ښاغلیه ولسمشره ! زه غواړم چې یوه شیبه دلته له تاسو سره د اوکراین پرکړکیچ خبرې وکړم، د اوکراین د خلکو لپاره، د اروپا لپاره او د روسیې لپاره.

زه پوهیږم چې د روسیې او فرانسې ترمنځ د یو هواري د موندلو نیت شته دی.″

د روسیې ولسمشر ویلادیمیرپوتین هم خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د اوکراین مځکنی بشپړتیا ته په درناوی لري.

تمه ده چې د دواړو مشرانو ترمنځ خبروکې به پرمسکو د فرانسې له خوا د دوو هیلوکوپټر لیږدونکې کښتیو د قراداد د لغوه کیدوه په اړه هم خبرې وشي.

پوتین ویلي، هر وخت چې فرانسې د دې قرارداد د لغوه کولو پریکړه وکړه مسکوبه خپلې پیسې بیرته وغواړي.