د سوداګرۍ نړېواله اداره يا ډبليو ټي او د افغانستان په ګډون ۱۰ هېوادونو ته د غړيتوب د ورکولو په باب په خبرو بوخته ده.
دا خبره د سوداګرۍ د نړيوالې ادارې عمومي رييس روبرتو ازيفيدو وکړه.
حاضردمه د نړۍ ۱۶۰ هيوادونه د سوداګرۍ په نړيواله اداره کې غړيتوب لري.
د ښاغلي ازيفيدو په وينا له قزاقستان سره خبرو پرمختګ کړي او ژر به نهايي شي.
د سوداګرۍ د نړيوالې ادارې عمومي رييس وويل چې له افغانستان سره به په ورپسې ګام کې موافقه وشي. د ده په وينا د مارچ په مياشت کې له افغانستان سره د موافقې پر مسودې سلا شوې ده خو وروستۍ موافقه د کابل له لوري مناسب ځواب ته منتظره ده.
په دې اداره کې د افغانستان د غړيتوب د اهميت په اړه مو د اقتصادي چارو له يوه متخصص سره خبرې کړي چې وروسته په همدې خپرونه کې وړاندې کېږي.