د عامې روغتیا وزارت د ژمي په موسم کې د احتمالي طبیعي پېښو د مخنيوي په مقصد د تیاریو خبر ورکوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ژمي په موسم کې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې، د سړې هوا له کبله د احتمالي طبیعي پېښو د مخنيوي په مقصد د تیاریو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل پرون یوې غونډې ته وویل چې د هېواد د ۲۴ ولایتونو د هغو خلکو لپاره چې هرکال د سړو له ګواښ سره مخامخ کېږي روغتیايي خدمات استول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند کنېشکابکتاش ترکستاني ازادۍ راډیو ته د دې خدماتو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل:

″سږکال موږپه افغانستان کې له بده مرغه ګڼې طبیعې پېښې لرلې.

دا تیارۍ د هغوخلکو لپاره دي چې د ناڅاپي پېښو او طبیعي افتونو پرمهال عاجلو مرسته ته اړ کېږي.″

ترکستاني زیاته کړه، د هېواد اته نوي ولسوالیو ته د اړتیا وړ موادو د رسولو کار بشپړ شوی او اړو کسانو ته د دې مرستو د رسولو په مقصد تدابیر هم نیول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند همدا راز ډاډ ورکړ چې د هېواد د ټولو روغتونونو او صحي کلینیکونو ته درمل او د کارکوونکو لپاره یې د اړتیا وړ لوژستیکي او د سونګ مواد هم استول شوي دي.