د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي د ښارجوړونې وزارت ته سپارښتنه کړې چې په هېواد کې د اړوکسانو د بې کورۍ ستونزه هواره کړي.
احمدضیا مسعود نن د یاد وزارت د راپورونو د اوریدو په یوه غونډه کې وویل چې، په افغانستان کې یوشمېرکسان څو کورونه لري خوځيني بیا په خیمو کې ژوند کوي.
نوموړي ټينګار وکړ چې، عدالت باید پرشتمنو اوغریبانو یو ډول عملي شي.