پوتين: پر روسيې بنديزونه د اصولو خلاف دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، د اوکراین د بحران له کبله پر روسیې لګول شوي بندیزونه د نړۍ د شلو سترو صنعتې هېوادو له اصولو سره په تضاد کې دي.

پوتین نن له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې اقرار وکړ چې بندیزونو او د تېلو د بیو ټیټېدلو د ده د هېواد اقتصاد زیانمن کړی خو زیاته یې کړه چې د کرېملېن نقدي زېرمې خورا زیاتې دي او له دې بحران سره د مقابلې او د کورنیو ټولنیزو ژمنو د عملي کولو لپاره کافي دي. ده زیاته کړه چې د لویدیځ د دې بندیزونو په وړاندې د مقابلې لپاره به لازم تدابیر ونیول شي:

”موږ د مارکېټ له استبداد څخه چې د تېلو ټول جریان د امریکايي ډالرو پربنسټ کېږي د لېرې کېدو په حال کې یو او دا امکان چې له نورو اسعارو لکه له روبلو او یوان څخه کار واخلو“

پوتین نن تاس خبري آژانس ته وویل، د هغو روسي کمپنیو د شتمنیو کنګل کول چې لویدیځو مارکېټونو ته د لاسرسي هڅه کوي، هغو ته د ویزې بندول او نور بندیزونه یوازې ملګري ملتونه باید ولګوي.

ولسمشر پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې سبا او بل سبا په اسټرالیا کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو- جي شل د مشرانو غونډه جوړه شي.

د اسټرالیا حکومت وايي، په دې سرمشریزه کې به چې په برېسبن Brisbane ښار کې جوړېږي د کار د امکاناتو د برابرولو، په مالیو کې د درغلیو او د نړیوال اقتصاد د پراختیا په اړه بحثونه وشي، خو دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د لانجې له کبله د روسیې او لویدیځ اړیکي کړکېچن شوي.

د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو بېلتونپالو ته د روسیې له خوا د وسلو او سرتېرو د استولو په اړه نوي راپورونه ورکړل شوي دي.

مسکو دا تورونه رد کړي دي.