د پاکستان یوې محکمې د عمران خان او قادري د نیولو حکم وکړ

د پاکستان یوې محکمې تیره ورځ د حکومت د دوو سیاسي مخالفانو عمران خان او طاهر القادري د نیولو امر وکړ.

په اسلام اباد کې د تروریزم ضد ځانګړې محکمې پر دغو دواړو سیاسي مشرانو سربیره د ۲۶ نورو کسانو د نیولو حکم هم کړی دی.

عمران او قادري او د هغوی ۲۶ پلویان د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې تاوتریخوالي ته په لمن وهلو تورن شوي دي.

خان او قادري دواړو له څو میاشتو راپه دې خوا د نواز شریف د واک پر ضد مظاهرې پیل کړي دي.

عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي چې د نوومبر په دېرشمه په اسلام اباد کې راغونډ شي.

ده د محکمې د پرېکړې په باب پرون خپلو پلویانو ته وویل.

«زه دا یو ښه خبر ګڼم ځکه چې دا معنا لري چې صدراعظم نوازشریف د نوومبر په دېرشمه زما له احتجاجي غونډې بېرېږي. دی ډار شوی نو هڅه کوي چې ما د نیولو په حکم وبېروي.»

عمران او پلویانو يې اوس هم په اسلام اباد کې د پارلمان مخته خپل اعتراض ته دوام ورکړی خو قادري د خپلې مظاهرې ترختمولو وروسته کاناډا ته تللی دی.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویلي چې د روانې نومبر میاشت په دیرشمه نیټه به په اسلام اباد کې لوی لاریون ترسره کړي.