د فلوجه روغتون د دارو-درملو له کموالي سره مخامخ دى

په عراق کې د فلوجه روغتون خبردارى ورکړى، چې ښايي د دارو-درملو او متخصصو روغتيايي کارکوونکو د کموالي له کبله له بحران سره لاس و ګرېوان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت ډلې او د عراق امنيتي ځواکونو ترمنځ شخړې لا هم روانې دي.

د ازادۍ راډيو د عراقۍ څانګې خبريال د فلوجه له مرکزي روغتون نه راپور ورکړى، چې دغه روغتون په شديده توګه د دارو-درملو له کموالي سره مخامخ دى.

په همدې حال کې د عراق د انبار ولايت نورې محاصره شوې سيمې هم د اسلامي دولت ډلې د سخت دريځو وسلوالو له کبله د خوراکي موادو او تېلو له کموالي سره مخامخې شوې دي.

د فلوجه مرکزي روغتون مسوولينو د ډاکټرانو د کموالي ملامتي د عراق پر امنيتي قواوو واچوله او وايي، د روغتون په شا و خوا کې د سړکونو تړل کېدل د دې سبب شوي چې ډاکټران روغتون ته په تګ ونه توانېږي.

د روغتون يوه وياند ډاکټر احمد شامي وويل، شا و خوا يوه اوونۍ کېږي چې دغه روغتون د روغتيايي کارکوونکو له کموالي سره مخامخ دى.

د ده په خبره د عراق امنيتي ځواکونو ټول هغه سړکونه بند کړي، چې دغه ښار ته غزېدلي دي. دى وايي ځينې ډاکټران ځورول شوي او دوه تنه د پوځي ځواکونو له خوا نيول شوي هم دي.

شامي خبردارى ورکړ، چې د مسلکي طبي پرسونل د کموالي له کبله ښايي د مړو شمېر زيات شي او ټپيانو ته معياري روغتيايي خدمات برابر نه شي.

د فلوجه مرکزي روغتون تر دې مخکې هم د عراق پر امنيتي ځواکونو انتقاد کړى چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د مبارزې پر مهال يې د دوى په وړاندې هم زيات ځواک کارولى دى.

فلوجه د عراق د مرکز بغداد په ٧٠ کيلومترۍ انبار ولايت کې پرته ده.