د پاکستان د دفاعي چارو ځينې څارونکي په داسې حال کې چې د دې هېواد د استخباراتي ادارې ISI نوي مشر جنرال رضوان اختر د شنبې په ورځ رسماً د دې ادارې د نوي مشر په توګه په کار پيل وکړ وايي، چې ښايي د مشر په بدلون سره به د دې ادارې په پاليسو کې د پام وړ بدلون را نه شي.
د "آى. ايس. آى" نوى مشر رضوان اختر؛ د ترورېستانو ضد عملیاتو کې تجربه لري او داسې انګېرل کېږي چې دى یو "مسلکي پوځي" دی.
اختر پر ۱۹۸۲م کال د پاکستان د سرحدي ځواکونو لیکو ته وګومارل شو او له دې ځواکونو د "آى. ايس. آى" د مشرۍ څوکۍ ته لار موندونکی پرله پسې شپږم پوځي دی او ویل کېږي چې نوموړی پیاوړې علمي او عملي تجربه لري.
اختر داسې مهال دغه څوکۍ ته ګومارل کېږي چې په سیمه يیز امنیت او په پاکستان کې دننه سیاسي حالاتو کې مهم بدلونونه راغلي دي.
پاکستان په داسې وخت کې د دې هېواد د استخباراتي ادارې نوى مشر ټاکلى چې د پاکستان په ګاونډ هند او افغانستان کې نوي حکومتونه او مهم بدلونونه رامنځته شوي.
د پاکستاني استخباراتي اداره، چې تل پرې په دغو دواړو ګاونډيو هېوادونو کې د لاسوهنې تور پورې دى؛ آيا د نوي مشر په راتلو سره به يې په پاليسيو کې بدلون راشي که نه؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه متقاعد پوځي بريګيډير سيد نذير مومند ازادي راډيو ته وويل:
"د مشرانو په تبديلۍ سره پاليسيانو کې غټه تبديلي نه راځي؛ وړې وړې تبديلۍ راځي، لکه پلان B راشي، پلان c راشي، دغه خو کېداى شي، ليکن لويه تبديلي په پاليسۍ کې نه راځئ. البته دا هم ده چې اوس په پاکستان کې هم معلومېږي داسې چې د جنګ کوم حالات و؛ د ضرب عضب سره هغه اوس ختم شوي او اوس هغه ورو ورو امن طرفته راځي. نو څنګه چې افغانستان کې تبديلي راځي او هلته نه بهرني پوځيان وځي؛ نو په پاکستان کې هم دا تبديلي راشي؛ چې اوس به خبرو اترو ته او امن ته لاس اچولى کېږي.
نو چې په پوله باندې دواړو طرفته امن وي؛ نو د دواړو ملکونو پکې فاېده ده."
رضوان اختر د "آى. ايس. آى" تر مشر کېدو مخکې د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ ښار کې د دې ايالت د رينجرز يا نيمه پوځيانو د عمومي قوماندان دنده پر غاړه لرله او ويل کېږي، چې د "آى. ايس. آى" د مشر دندې پر مخ وړلو لپاره په کافي اندازه تجربه لري.
خو سيد نذير مومند بيا وايي چې نوموړى به په پاکستان کې دننه د تروریستي ډلو او همداراز د ګاونډيو هېوادونو د فشارونو له امله له سختو ننګونو سره مخ وي.
نوموړى همداراز وايي، چې "آى. ايس. آى" له دې امله په افغانستان کې نفوذ غواړي چې په دغه هېواد کې د هندوستان له ډېرېدونکي نفوذه وېره لري:
"د افغانستان ګيلې خو دي پر خپلې ځاى باندې؛ چې ياره آى ايس آى دا کوي، هغه کوي، ليکن د پاکستان چې کوم ضروريات دي يا د دوى چې کوم خدشات دي؛ هغه تر دې حده پورې دي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف استعمال نه شي او هندوستان ته دې دومره ځاى ورنه کړى شي؛ چې هغه د پاکستان په داخلي معاملاتو کې مداخلت وکړي يا داسې منصوبې جوړې کړي چې پاکستان ته پرې مشکلات راشي."
د مومند په خبره، د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان حکومت له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو او پر متقابل درناوي ولاړې اړيکي غواړي چې له امله به يې ښايي د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره هم په خپلو پاليسو کې څه نا څه بدلون راولي.
د يادونې وړ ده، چې د پوځ تر مشر وروسته د "آى. ايس. آى" د مشر په توګه جنرال رضوان اختر په پوځ او همداراز ان په ټول پاکستان کې دوهم تر ټولو پیاوړی کس ګڼل کېږي.
راپور: ذبيح شفق