د کابل ښارلسګونه اوسیدونکو د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې د قضیې په اړه لاریون وکړ

د کابل ښارلسګونه اوسیدونکو نن جمعه یو وار بیا په یوه لاریون کې د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې د قضیې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه وکړه.

دغه لاریون کوونکي د کابل له باغ بالا سیمې نه لاریون پیل کړ او ویل یې چې یادې ورځپاڼې اسلام ته سپکاوی کړی خو تر اوسه پورې حکومت په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.

دوی له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه وغوښتل چې په خپله دا قضیه تعقیب کړي او باید د یادې ورځپاڼې دفتر بند کړای شي.

د افغانستان ایکسپريس ورځپاڼې د تلې په درویشتمه د جاوید اهوار په نوم د یوه لیکوال مقاله خپره کړې وه چې پکې اسلام ته سپکاوی شوی و.