ميشل سپه: فرانسه تيارنه ده چې روسيې ته جنګي بېړۍ ورکړي

د فرانسې د ماليې وزيرميشل سپه وويل، هېواد يې تيارنه دي چې روسيې ته جنګي بېړۍ ورکړي ځکه چې مسکو هغه شرايط نه دي پوره کړي چې دا جنګي بېړۍ ورکړاي شي.

روسيې فرانسې ته د دوو جنګي بېړيو فرمايش ورکړي و او ټاکل شوې وه چې فرانسه د هغو لومړۍ دغه هيواد ته وسپاري.

د فرانسې د ماليې وزير آر ټي ايل راډيو ته نن وويل، د ميسترال بيړيو د ورکولو شرايط نه دي پوره کړاي شوي.

ميسترال هيلي کوپتروړونکې بېړۍ دي چې روسيې يې د رانيولو قرارداد په ۲۰۱۰ ميلادي کال له فرانسې سره لاسليک کړي و.

ميشل سپه وويل چې لوي شرط په ښکاره د اوکرايين د ختيځ په کړکېچ د ښه والي راتګ دي.