د امريکا په واشنګټن ايالت کې په يوه ښوونځي کې د ډزو له کبله د وژل شويو کسانو شمېره ۳ ته رسېدلی دی.
د روغتون د چارواکوپه وينا، څوارلس کلنه جيا سوريانو نن د زخمونو له کبله مړه شوه.
يوه بله نجلۍ هغه وخت ووژل شوه چې جېلين فريبرګ، چې ښه شاګرد ګڼل کېدی، د سياټل سیمې په ښوونځي کې يې په کوچني رستوران کې ډزې پيل کړې.
فريبرګ وروسته ځان هم زخمي او مړ کړ.