د عراق صدراعظم سبا تهران ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د عراق صدراعظم حيدر العبادي سبا تهران ته سفر وکړي.

دى به له ايراني چارواکو سره د اسلامي دولت په نامه ډلې په وړاندې د بغداد پر مبارزه خبرې وکړي.

د عبادي دفتر نن وويل چې دغه يو ورځنۍ کتنه د عراقي صدراعظم د هغو هڅو يوه برخه ده چې کوښښ کوي د دې تروريستي ډلې په وړاندې د مبارزې په هدف له عراق سره د مرستې لپاره سيمه ييزې او نړيوالې هڅې هماهنګې کړي.

د دې سفر هدف د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، کور-جوړونې او بيارغونې په چارو کې د همکارۍ پياوړتيا هم ښوول شوې ده.

د اسلامي دولت په نامه ډلې د عراق د سني مېشتي ولايت انبار زياتې برخې په خپله ولکه کې راوستلې دي.

تهران د بغداد د شيعه ګانو په رهبرۍ د حکومت يو عمده ملاتړى ګڼل کېږي.