چارواکي وايي چې په هلمند کې د ملي اردو او عامه نظم د پوليسو پر کاروان په شوې انتحاري حمله کې څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په هلمند کې د 215 قول اردو مرستیال جنرال غلام فاروق پرواني ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا حمله د لښکرګاه او کندهار ترمنځ په دوراهي سیمه کې شوې ده.
خو دهلمند د امنیي قومندانۍ دفتر وايې چې پدې حمله کې دعامه نظم دوه سرتیري وژل شوي او شپږ د ملي اردو سرتیري ټپیان دي.
تراوسه د دې پیښې مسولیت کومې ډلې ندی منلی.