رولا غني: د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې دې د ښځو ونډه پیاوړې شي

د افغانستان لومړي میرمن غواړي په ټولنه کې ډيره ونډه ولري او د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې د ښځو ونډه پیاوړې کړي.

رولا غني له لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې، غواړي له هرې هغې میرمنې ملاتړ وکړي چې د خپلې ټولنې د قوانینو په چوکاټ کې د خپل ژوند د ښه کولو هڅه کوي.

د ولسمشر میرمنې رولا غني د جمهوري ریاست د کمپاینونو پر مهال فعاله ونډه نه درلوده.

ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې په ټولنیزو خدماتوکې د خپلې میرمنې فعالیتونه وستایل.

ولسمشراحمدزي په لبنان کې د تحصیل پرمهال له میرمن رولا سره واده وکړ او په اویایمه لسیزه کې افغانستان ته او وروسته بیا امریکا ته ولاړل.