د بهرنیو چازو وزارت وایې، ډير ژربه له امریکا او ناټو سره لاسلیک شوي تړونونه ملي شورا ته د تصویب لپاره ولیږل شي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج نن آزادی راډیو ته وویل چې دا سندونه د امنیت شورا له تصویب وروسته بهرنیو چارو وزارت ته و سپارل شول.
دی وایې یاد سندونه د بهرنیو چازو وزارت تر څیړنې وروسته بیرته کابینې ته استول شوي او له هغه ځایه به پارلمان ته و لیږل شي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې اداري پلاوی وایې، دا سندونه به تر څیړنو وروسته د تایید یا رد لپاره عمومي غونډي ته وړاندي کړي
افغان حکومت د سپټمبر په دیرشمه نیټه له امریکا سره امنیتي تړون او له ناټو سره د امنیتي همکاریو سندونه لاسلیک کړل.