د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمې په لرې پرتې تيراه درې کې يوه ځانمرګي بريد ملکيانو او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د خيبرا يجنسۍ ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې د چهارشنبې په ورځ د دې ايجنسۍ په لرې پرتې سيمې تيراه درې کې د ذخه خېلو په پير ميله نومي ځاى کې د توحيد اسلام يا امن کومېټې د غړيو پر يوه موټر ځانمرګى بريد شوى، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٥ کسان وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.
د دوى په وينا، په ټپيانو کې ٢ ماشومانو هم دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.
د خيبر ايجنسۍ يوه ځايي امنيتي چارواکي د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې په دغه سيمه کې د توحيد اسلام په نامه يوه حکومت پلوه وسله واله ډله موجوده ده، چې وخت ناوخته يې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام او همداراز د انصار الاسلام له وسله والې ډلې سره خپلمنځي نښتې کېږي، چې له امله يې تردې دمه دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د خيبر ايجنسۍ يو ځايي خبريال په دې سيمې کې د مېشتو وسله والو ډلو په اړه ازادي راډيو ته وويل:
" دا سيمه د پير ميله منډيي په نوم يادېږي، چې پکې د امن کومېټۍ په غړيو ځانمرګي بريد شوى دى. په دې سيمه کې وخت ناوخته پر دوى بريدونه شوي دي. دلته د لشکر اسلام، انصار اسلام او تحريک طالبان په ګډون د يو شمېر نورو وسله والو ډلو ګڼ شمېر وسله وال مېشت دي."
خيبر ايجنسۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې له افغانستان او د خيبر پښتونخوا له مرکز پېښور سره نښتې اوږدې پولې لري.
په دې سيمه کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې د وسله والو په ترورېستي فعاليتونو کې ډېروالى راغلى، چې پاکستانيو ځواکونو د شمالي وزيرستان او همداراز په خيبرايجنسۍ کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضد پوځي عمليات کړي او ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې تر دمه په دې سيمه کې مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د هغوى ګڼ مرکزونه يې له منځه وړي دي.
خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د پاکستانيو ځواکونو ددغې ادعا پخلى نه دى کړى، ځکه چې پاکستانى پوځ دغو سيمو ته خبريالان نه ورپرېږدي.
که څه هم د پاکستان پوځي مقامات د ډئورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې روان پوځي عمليات کامياب بولي، خو د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر کتونکي، په قبايلي سيمو او همداراز د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور او نورو اړوندو سيمو کې وروستيو ترورېستي بريدونو ته په کتو وايي، چې ډېرى وسله وال تر پوځي عملياتو مخکې له سيمې وتلي او د نورو قبايلي سيمو په ګډون د پاکستان په ښاري سيمو کې پټ شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دا مهال د پاکستانيو وسله والو طالبانو په ګډون، د لشکر اسلام او انصاراسلام په نامه د وسله والو ډلو جنګيالي مېشت دي، چې نه يواځې په يادې سيمې ، بلکې د پولې پورې غاړې په افغانستان کې هم ترورېستي بريدونه کوي.
راپور: ذبيح شفق